حنیف اتمر: د طالبانو او پاکستان جګړه رښتینې ده

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر وايي، د وسله‌والو طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه رښتینې ده.

هغه وویل: “متاسفانه هو، دا رښتینی جنګ دی، په دې کې زمونږ خلک وژل شوي، هاخوا ته هم مرګ‌ژوبله شوې، په دې کې هیڅ شک باید ونه‌کړو، او ستونزه حتمي ده. مسئله دا ده چې پاکستان پر طالبانو غږ کوي چې زما دښمنان ساتې او هغه راځي زما په خاوره کې ناامني راوړي، طالبان پر هغوی غږ کوي چې ته د داعش په نامه زما دښمنان ساتې او راوړې یې زما خاورې ته او دلته ستونزې جوړوي.”

حنیف اتمر وايي، پاکستان په شلو کالو کې به دوی ته همدا خبره کوله چې په خپله خاوره کې د افغانستان مخالفین نه ساتي.

هغه زیاتوي: “مونږ به پاکستان ته ویل چې مونږ نه وایو چې طالب مه ساته، طالب وساته او رای‌وړه سولې ته یې کېنوه، مه یې مجبوروه چې جنګ وکړي یا بندیخانو ته یې مه اچوه.”

پاکستاني چارواکي له څو کالو راهیسې پر وسله‌والو طالبانو تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي او نورو ترهګریزو ډلو لپاره یې مرکزونه ورکړي او د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

خو طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعا رد کړې او وايي، دا هېواد د خپلو ناامنیو د ناکامۍ عامل دوی بولي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply