راپورونه وايي، د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ په ناوا پاس سیمه کې د کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو او دیني عالمانو تر منځ غونډه شوې چې په پایله کې دواړو لوریو د اوربند اعلان کړی دی.
دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې پر یو بل به ډزې نه کوي.
دغه اوربند داسې مهال ته شوی چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ويلي، د پاکستان پوځ یوځل بیا د کونړ دانګام ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څېرمه د عامو خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکز او جوماتونه په نښه کړي دي.
هغه پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، دغو بریدونو کې درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د فطرت په وینا، دغو بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه په نښه شوي دي.
فطرت زیاتوي، د پاکستان پوځ د یادو بریدونو له امله ۸۰ څاروي هم تلف شوي دي.
