د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر، عبدالرشید دوستم په کابل کې د خاتمالنبیین مدرسې د تخلیې په غندلو سره وویل، طالبان به د خلکو له قهره د تېښتې لاره ونه لري.
عبدالرشید دوستم وايي، شیعه وروڼه او خویندې یوازې نه دي او هغه د دوی ترڅنګ ولاړ دی.
هغه نن په یوه پیغام کې زیاته کړه: “طالبان دې پوه شي چې دا ټولې سختۍ چې پر مظلوم او بېدفاع ولس یې روا بولي، یوه ورځ به تېرې شي او د دې آزاد ملت له قهره به نور د دوی لپاره د ژغورنې او تېښتې هېڅ لاره پاتې نه شي.”
هغه د افغانستان د قومونو پر وړاندې د محدودیتونو په لګولو کې د طالبانو پخوانۍ کړنلارې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې طالبان د وهلو ټکولو، سپکاوي او د ځمکو او کورونو په غصبولو سره د هزارهوو، ازبکانو، ترکمنانو او تاجکانو حقونه تر پښو لاندې کوي او آن ځینې یې په ډزو وژني.
دوستم زیاته کړه چې طالبان په دغو اقداماتو سره د خلکو ترمنځ وېره او د ناامنۍ احساس رامنځته کوي او د هغوی د غږ په چوپولو سره یې ناهیلي کوي.
د دوستم په وینا، د تاریخ په اوږدو کې هېڅ حکومت د ظلم، استبداد او بېعدالتۍ پر بنسټ دوام نه دی کړی او د طالبانو محدودیتونه به هم پای ته ورسېږي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د خاتمالنبیین دیني مدرسې پر وړاندې له محدودیتونو لاس واخلي او هغه کسان چې په دې تړاو یې زنداني کړي، خوشې کړي.
نوموړي زیاته کړه: “که نه، طالبان دې پوه شي چې زور او زورواکي د حل لاره نه ده او په دې عمل سره به د تاریخ په وړاندې روسیاه شي. ملت نور تر پوزې راغلی او ژمن دی. طالبان له دې پرته چې زموږ د ملت حقونو ته غاړه کېږدي، بله د ژغورنې لاره نه لري. حق به خپل ځای ته ورسېږي.”
طالبانو وړمه ورځ په کابل کې د خاتمالنبیین مدرسه تخلیه کړې او د آیتالله محسني زوی، حسن محسني یې له یو شمېر نورو کسانو سره نیولی دی.
د شیعهوو اړوند دې مدرسې او همدارنګه رسنیو او ښارګوټو پر وړاندې د طالبانو راپور شویو اقداماتو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
دا ډله په مستقیم ډول د جنجالي پېښو په اړه غبرګون نه ښيي.