طالب ویاند: نجونې د مدرسو او‌ انلاین زده‌کړو له لارې ډاکترانې کېدای شي

1 Min Read

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغان نجونې کولی شي د دیني مدرسو، کورنیو او انلاین زده‌کړو له لارې تعلیم ته دوام ورکړي او ډاکټرانې شي.

د دې وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي له اتریشۍ ورځپاڼې وینرتسایتونګ سره په مرکه کې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیز څخه دفاع کړې ده.

بلخي ویلي، دا محدودیت یوازې له شپږم ټولګي پورته په دودیز ښوونیز نظام پورې تړاو لري.

هغه زیاته کړه، دیني مدرسې د دیني علومو ترڅنګ ساینس او نورې نوې علمي څانګې هم تدریسوي او د نجونو لپاره انلاین زده‌کړې هم اجازه لري.

وسله والو طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې وځنډولې او په ۲۰۲۲م کال کې یې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

طالبانو دغه راز، په ۲۰۲۴م کال کې یې په طبي انسټیټیوټونو کې هم د نجونو او ښځو زده‌کړې منع کړې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply