کندهارۍ نجلۍ سره د چینایي وګړي واده غبرګونونه پارولي

2 Min Read

د یوشمېر رسنیو د راپورونو له مخې، یوه چینايي وګړي په کندهار کې له یوې ځايي نجلۍ سره واده کړی دی.

د واده پر يادو مراسمو د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو او د ټولنیزو‌ شبکو کاروونکو غبرګونونه ښودلي دي.

د کندهار یوه اوسېدونکي په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې که دا حالت دوام وکړي او بهرني وګړي یونیم میلیون څخه تر دوه میلیونه پورې افغانۍ ولور ور کړي نو د ټولنې غریب قشر چې اوس هم د شاوخوا نیم میلیون افغانۍ په بدل کې خپلې لوڼې زیات عمر لرونکو کسانو ته په نکاح ور کوي، لا هم دغه وضعیت پېچلی کړي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي امنیت شورا ویاند، رحمت الله اندړ په خپل فېسبوک پاڼه یاد مراسم د ټول هېواد سپکاوی بللی دی.

هغه زیاتوي: “دا د غربت او فقر وروستی حد دی چې سړی خپله لور د څو پیسو لپاره چینایي ته په نکاح کړي. دا د ټول وطن سپکه ده.”

نوموړي وړیل، هغوی چې ځان مشران ګڼي او په تېر بیا د همدې سیمې مشران، نن یې باید ځان وژنه کړي وای.

یوشمېر نورو کاروونکو د پاکستان په ځینو سیمو کې د چینايي وګړو د ودونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې په ځینو مواردو کې د داسې ودونو په اړه وروسته ستونزې راپورته شوې دي.

د طالبانو یو غړي قاري تکل خوستي لیکلي: “په وطن کې خپل خلک ورک شول چې اوس چینايي وګړو ته خلک لوڼې ور کوي. د طالبانو بې مسوولیتي بللې ده.”

لاتروسه طالبانو د دې چینايي وګړو د هویت او د ودونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply