واشنګټن پوسټ د څو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ښايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې ارزونې راپور د امریکا د منځمهالو ټاکنو، چې د لړم په ۱۲مه ترسره کېږي، تر مخه خپور کړي.
د سرچینو په باور، د راپور د خپرېدو وخت ښايي له سیاسي ملاحظاتو او فرصتطلبۍ سره تړاو ولري؛ خو ځینو نورو سرچینو ویلي، چې د راپور د خپرېدو لپاره تر اوسه کره نېټه نه ده ټاکل شوې.
د راپور خپرېدل په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی لا هم د امریکا په سیاسي بحثونو کې د پام وړ موضوع ده.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د دفاع وزیر په لارښوونه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ارزول پیل کړي دي.
په دې ارزونه کې د هغو پرېکړو، پوځي اقداماتو او اداري چارو څېړنه شامله ده، چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال ترسره شوي وو.
سرچینې وايي، د پنټاګون اړوندو چارواکو په دې تړاو له یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو سره مرکې کړې دي، څو څرګنده شي چې د وتلو د بهیر پر مهال کومې پرېکړې وشوې، د ګډوډۍ لاملونه څه وو او د پېښو د مخنیوي لپاره کوم اقدامات ترسره شوي وو.
امریکايي چارواکو ویلي، هغه کسان به ځواب ویلو ته اړ کړي چې د دوی په وینا، د وتلو پر مهال د رامنځته شوې ګډوډۍ لامل شوي دي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د طالبانو له لوري د کابل له نیولو سره هممهاله، له ګڼو ستونزو سره مخ شو.
په دې موده کې زرګونه افغانان د کابل هوايي ډګر ته ورغلل، څو له هېواده ووځي. د هوايي ډګر په شاوخوا کې ګڼې ګوڼې، امنیتي اندېښنو او د خلکو د ایستلو په بهیر کې ستونزو د نړیوالو رسنیو پراخ پام ځان ته واړاوه.
د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د داعش ډلې د خراسان څانګې ځانمرګی برید هم وشو، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.
دغه برید د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي او د امنیتي تدابیرو او د خلکو د تخلیې د مدیریت په اړه یې پراخې پوښتنې راپورته کړې.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ د روان میلادي کال په اګست میاشت کې ویلي وو، چې د دې ارزونې بشپړ راپور به د ۲۰۲۶ کال تر پایه چمتو شي. د نوموړي په وینا، د ارزونې موخه دا ده چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ترسره شویو اقداماتو او پرېکړو په اړه روښانه معلومات ترلاسه شي او د احتمالي تېروتنو مسوولیتونه مشخص شي.
د پنټاګون ویاند شان پارنېل هم ویلي، چې د دې ارزونې موخه د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې د پېښو په اړه د یوه بشپړ، روڼ او رښتیني راپور وړاندې کول دي.
هغه ټینګار کړی، چې په دې بهیر کې به د پرېکړو پر مهال رامنځته شوې نیمګړتیاوې وڅېړل شي، څو د راتلونکو پوځي عملیاتو او ورته پېښو پر مهال د تېروتنو د تکرار مخه ونیول شي.
تمه ده، چې د راپور له خپرېدو سره به د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه نور جزییات هم روښانه شي.
خو تر اوسه معلومه نه ده، چې پنټاګون به دغه راپور په کومه نېټه خپور کړي او ایا د راپور بشپړ متن به د خلکو او رسنیو لپاره هم د لاسرسي وړ وي که نه.