جنرال سادات: افغانان لومړی جګړه او وروسته سیاست ته مخه کوي

4 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړی قوماندان او د متحدې جبهې مشر، جنرال سمېع سادات وايي٬ افغانان لومړی جګړه کوي او وروسته سیاست ته مخه کوي چې همدې چارې د یوه باوري سیاسي نظام د جوړېدو مخه نیولې ده.

هغه وویل: “په تاریخي ډول افغانان لومړی جګړه کوي او وروسته سیاست ته مخه کوي، چې همدې چارې د یوه باوري سیاسي نظام د جوړېدو مخه نیولې ده. موږ له تېرو تېروتنو زده‌کړه کړې، لومړی مو د ناکامیو او بریاوو ارزونه وکړه، عملي ستراتیژي مو جوړه کړه، د افغان جنرالانو یو ژمن ټیم مو راټول کړ، نړیوالې اړیکې مو جوړې کړې او وروسته مو عملیات پیل کړل.”

سادات له لانګ وار ژورنال سره په مرکه کې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې د طالبانو پر ضد د یوشمېر بریدونو ادعا کوي او وایي، د خبرو او سیاسي جوړجاړي ټولې هڅې ناکامې شوې او اوس د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت پیل شوی دی.

دغه ډله د اګست په لومړۍ نېټه راڅرګنده شوه او د خپل لومړي برید ادعا یې د کندهار په ولایت کې وکړه.

سادات وویل، د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پیل پرېکړه د کلونو ارزونې او چمتووالي وروسته شوې ده.

افغان متحدې جبهې د اګست له لومړۍ نېټې وروسته د اووه نورو بریدونو ادعا هم کړې ده. د ډلې په وینا، د اګست په دویمه په بادغیس کې یې دوه طالبان وژلي، په همدې ورځ یې په غور کې یو برید کړی، د اګست په درېیمه یې په کندهار کې د طالبانو پر یوه امنیتي مرکز برید کړی، د اګست په څلورمه یې په فاریاب کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی او د اګست په شپږمه یې د کندهار ښار او سپین بولدک کې د طالبانو د استخباراتو پر دوو چارواکو جلا بریدونه کړي او نن یې په اندراب کې د طالبانو د یوې پوستې د نیولو ادعا کړې ده.

دا ادعاوې تر اوسه د طالبانو له خوا نه دي تایید شوې او نه هم خپلواکو سرچینو په خپلواکه توګه ارزولې دي.

هغه ویلي، د عملیاتو د پیل لپاره د کندهار ټاکل قصدي اقدام و او زیاتوي: «؟”موږ غوښتل وښیو چې طالبان هېڅ خوندي ځای نه لري، ان د دوی د مشر تر کور پورې زموږ بریدونه رسېدای شي.”

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، د افغان متحدې جبهې رامنځته کېدل ښايي د طالبانو واکمنۍ ته سمدستي وجودي ګواښ رامنځته نه کړي، خو د طالبانو امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.

د راپور لیکوال باور لري چې طالبان اوس د داعش د دوامدارو بریدونو، له پاکستان سره د امنیتي کړکېچونو او د بېلابېلو قومونو د وسله‌والو مخالفو ډلو له هم‌مهاله فشار سره مخ دي. د کابل د سقوط د پنځمې کلیزې په رانږدې کېدو سره اټکل کېږي چې د طالبانو مخالفې ډلې به خپل پوځي فعالیتونه نور هم زیات کړي، څو د طالبانو د ثبات او بشپړې واکمنۍ ادعاوې وننګوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply