د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال، محمد نبي عمري له خپلو امارتي غړو وغوښتل چې د عمومي عفوې له فرمان وروسته دې له غچ اخیستلو ډډه وکړي او غچ اخیستل یې حرام عمل بللي دي.
عمري په پکتیکا کې یوې غونډې ته د دوی د عفوې له فرمانه د ځينو سرغړوونکو د محاکمه کېدو خبر هم ورکړی دی.
نبي عمري وویل: “چې عفوه وشوه، له عفوې وروسته مجاهده او ډلګی مشره چې ته له چا غچ اخلې، دا د الله ج او د هغه د رسول ص او د خپلو آمرینو له امره سرغړونه کوې. نو ډډه ترې وکړه.”
د راپورونو پر بنسټ، طالبان وخت ناوخته پخواني امنیتي سرتېري نیسي، قوماندانیو ته یې لېږدوي او بایومټریک کوي او په ځینو مواردو کې، د سیمې د ځینو خلکو، ملکانو یا امامانو له لوري شخصي عقدې د دې لامل کېږي چې پخواني سرتېري طالبانو ته بد معرفي شي او بندیان شي.
د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او رسنیو په تېرو کلونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو، شکنجې، ورکېدو او ناڅاپي وژنو په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي.
بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر دوامدارو سرغړونو، خپلسریو نیونو، ګواښونو او پر ښځو او رسنیو پر لګول شویو محدودیتونو اندېښنه ښودلې ده.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د روان زیږدیز کال له جولای تر سپټمبر میاشتې پورې یې په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام د ۴ امنیتي سرتېرو وژنه ثبت کړې ده.
راپور ښيي چې پر ښځو، رسنیو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او مذهبي لږکیو محدودیتونه او د بشري حقونو سرغړونې لا هم دوام لري.
د طالبانو حکومت چارواکو او ویاندویانو د یوناما دا راپور رد کړی او هغه یې له واقعیتونو لرې بللی دی.