د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال لوړپوړی چارواکی محمد عمر داوودزی وايي، پاکستان هڅه کوي یوځل بیا افغانستان بېثباته او اوسنی نظام یې بدل کړي.
نوموړي دویچهویله سره په مرکه کې وویل: “پاکستان پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره زمینه برابره کړي.”
یاد افغان سیاستوال او د پاکستان په چارو کې د مخکېني ولسمشر، محمد اشرف غني ځانګړي استازي وویل، د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ اختلافات تر بل هر وخت زیات شوي او اسلاماباد اوس په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه هم فکر کوي.
هغه زیاته کړې، پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅې کوي.
د داوودزي په وینا، هغه ډلې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې راپورته شوې دي، ښايي همدوی د اسلاماباد لخوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي او یا به پاکستان نوې ډلې رامنځته کوي.
د پاکستان او د طالبانو حکومت اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر سره خرابې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې دغه ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دغه ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله بولي.