د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي یوې خبري ناستې ته ویلي، تر هغې چې طالبانو په افغان خاوره کې د وسلهوالو له ملاتړه لاس وانخلي، د کابل په وړاندې به د اسلامآباد پالیسي بدله نهشي.
اندرابي یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان په خپله خاوره کې د پاکستان ضد وسلهوالو ملاتړ کوي.
طاهر اندرابي خبریالانو ته وویل: “د پاکستان او افغانستان اړیکې اوسمهال د یو واحد فکتور لخوا اغېزمنې کېږي، هغه دا چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو عملیاتو پلان کولو، هڅولو، لارښوونې او اجرا کولو لپاره کارول کیږي.”
اندرابي د ټيټيپي او بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ په څېر ډلې د دې بریدونو اصلي عاملین وبلل او زیاته یې کړه چې د افغان طالبانو یا په دې بریدونو کې شریک دی یا پرې سترګې پټوي.
نوموړي د تېر کال د اکټوبر راهیسې د افغانستان په وړاندې د پاکستان غچ اخیستونکو اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د اسلامآباد له کابل څخه لیکلي تضمینونه غواړي او تر څو یې تضمینونه ترلاسه کړي نه وي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې به په اوسني کړکېچن حالت کې پاتې شي.
د پاکستان لخوا دا دریځ په داسې وخت کې نیول کېږي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ځنډول شوي او د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې هم ودرول شوې دي.