د ملګرو ملتونو اړوند خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیوایفپي وایي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو او د بودیجې کمښت د میلیونونو کسانو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او که بېړنی تمویل برابر نه شي، د روان کال له نیمایي وروسته به په سرحدي سیمو کې د مرستو بهیر ودرېږي.
ډبلیوایفپي ویلي چې وروستیو سېلابونو د لوګر، ننګرهار، لغمان، جوزجان، سمنګان، بلخ، تخار، بغلان، هرات، بادغیس، هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکو ته پراخ مالي او بشري زیانونه اړولي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، تر اوسه له ۷زره او ۴۰۰څخه زیاتې زیانمنې شوې کورنۍ د عاجلو مرستو لپاره ثبت شوې دي او دغو کورنیو ته د دوو میاشتو لپاره خوراکي او نغدي مرستې ورکول کېږي.
ډبلیوایفپي همداراز ویلي چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر هم په بېساري ډول زیات شوی دی چې د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر کسان هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې بنسټ یوازې د اپرېل میاشتې پر مهال نږدې ۷ زره راستنېدلو کورنیو ته مرستې رسولې دي.
یادې ادارې ویلي، که نړیوال تمویل زیات نه شي، د ۲۰۲۶م کال له جون میاشتې وروسته به په پنځو سرحدي سیمو کې د مرستو پروګرامونه ودرول شي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، د جولای او نومبر ترمنځ به شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان له بشري مرستو بېبرخې شي او د ژمي لپاره د خوراکي زېرمو نشتوالی به د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي.