د طالبانو عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د معیارونو له مخې په څلورو کټګوریو وېشلي دي.
د دې ډلې د رییسالوزرا مرستیال، عبدالسلام حنفي په کابل کې یوې غونډې ته وویل: “دغه روغتونونه په A، B، C اوF کتګوریو کې شامل شوي او د روغتیايي خدمتونو بیې به هم د همدې کټګوریو له مخې ټاکل کېږي.”
هغه وايي، دغه پرېکړه په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته شوې ده.
حنفي زیاته کړه، چې A کټګوري د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو تر ټولو لوړ معیار ښيي، په داسې حال کې چې F کټګوري هغو روغتونونو ته ځانګړې شوې چې په ارزونه کې ناکام شوي دي.
د سلام حنفي په خبره، روغتونونه کولای شي د خپلو روغتیايي خدمتونو د معیارونو په لوړولو سره لوړو کتګوریو ته ارتقا وکړي.
تراوسه د خصوصي روغتونونو ټولنې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کې خصوصي روغتونونه د روغتیايي سکټور یو مهم او لوی برخه جوړوي.
د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، خصوصي روغتونونه اوسمهال په هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو شاوخوا ۸۰ سلنه وړاندې کوي.
خصوصي روغتونونه او کلینیکونه د جراحي، داخله، نسایی ولادی، او بېلابېلو تخصصي څانګو په برخه کې پراخ فعالیتونه لري۔
که څه هم دا روغتونونه خدمات وړاندې کوي، خو خلک او څارونکي وخت ناوخت پر لوړو فیسونو، د درملو او معایناتو پر بیو او سوداګریز چلند نیوکې کوي.