سمېع یوسفزی: پاکستانیان، پنجابیان او عربان د کارمل، نجیب او مسعود پرضد جنګېدل

2 Min Read

له افغانستان څخه بهر افغان خبریال، سمېع یوسفزی وايي، د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پرمهال ډلې ډلې پاکستانیان، پنجابیان ، عربان او د منځنۍ اسیا جنګیالي به په کابل کې ګرځېدل او له دې مخکې د کارمل، نجیب او مسعود پرضد جنګېدل.

هغه پر خپل ایکس پاڼه لیکلي: “توبه، توبه! ډلې ډلې پاکستانیان، پنجابیان او عربان او د منځنۍ اسیا جنګیالي به په کابل کې ګرځېدل. د جګړې په لومړۍ کرښه کې به یې جنګي مرکزونه وو او ویل به یې چې د احمدشاه مسعود تر دې وړاندې د ډاکتر نجیب، کارمل پرضد جنګېږي؛ هغه به یې کافر باله او ځانونه به یې د اسلام اصلي مدافعین ګڼل.”

یوسفزي وویل، هغه مهال دی په پاکستان کې و او د دغو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلی و چې ګنې دا ټول د دین او اسلام جګړه ده.

سمېع یوسفزی وايي: “نعوذ بالله! هغه مهال موږ د پاکستان لخوا اداره کېدونکې رسنیو او نظام تر پراخ تبلیغاتي اغېز لاندې وو. له رادیو، تلویزیون او مدرسو څخه به مو داسې تصویر اخیست چې ګواکې دا ټول د دین او اسلام جګړه ده.”

د یاد افغان خبریال په وینا، ولې یو ملت د نورو تبلیغاتو ښکار شي.

د یوسفزي په خبره: “نن چې شاته ګورم سخت ځان او دا ټوله سلسله راته بې خونده ښکارېږې، پوښتنه راته پیداکېږي چې ولې یو ملت دومره ژر د نورو د تبلیغاتو ښکار شي؟ ولې د اسلام، ملت او انسانیت نومونه داسې استعمال شي چې د یوه مسلمان وینه حلاله او د پردي جنګیالي راتګ جهاد وبلل شي؟”

سمېع یوسفزی وايي، که د دین معیار رښتیا هم عدالت، رحمت او انسانیت وي، نو دوی باید د خپل تېر تاریخ په اړه ډېرې جدي پوښتنې له ځانه وکړي.

هغه په اخر کې وویا، خدای دې د دوی ملتونه له افراط، تعصب، دروغجنو تبلیغاتو او د نورو د جګړو له قرباني کېدو وساتي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply