حکمتيار: د پاکستان د بریدونو غندونکي د شوروي او امریکايي اشغالګرو ملاتړي دي

2 Min Read

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار وايي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو غندونکي د شوروي او امریکايي اشغالګرو ملاتړي دي.

هغه پر ایکس لیکلي: “هغوی چې نن د پاکستان بریدونه غندي، خو پرون يې د شوروي او امریکايي اشغالګرو ملاتړ کاوو، درواغجن او منافقین دي.”

حکمتیار وویل، یادې کړۍ هڅه کوي د احساساتي شعارونو له لارې د خلکو ذهنونه ګمراه کړي.

خو د حکمتیار په خبره، د افغانستان ولس په بشپړ ډول پوهېږي چې څوک څوک دي او د چا تېر او اوسنی دریځ څنګه دی.

ګلبدین حکمتيار زیاته کړه، د دوی جهادي او سیاسي تاریخ ثابت دی.

د هغه په وینا، دوی له کوم توپیر او تفاوت پرته هم د پخواني شوروي اتحاد، هم د ناټو او هم د پاکستان د بریدونو او ناوړو تګلارو مخالفت کړی دی.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي وسله‌وال او مشران په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

اسلام‌اباد په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا، باجوړ، بنو او د اسلام‌اباد پر ځینو سیمو د ځانمرګو او وسله‌والو بریدونو په غبرګون کې پر افغان خاوره هوایي بریدونه کړي او دا یې د ځان‌ساتنې مشروع حق بللی دی.

پاکستان دا تور هم لګوي چې د بلوچستان ازادۍ غوښتونکي او نورې وسله‌والې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي او وايي چې د ټي ټي پي فعالیتونه د پاکستان داخلي ستونزه ده، او پر افغانستان بریدونه د نړیوالو قوانینو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply