پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، کله چې نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې، نو د طالبانو په اړه به مثبت ویل ولري.
د کرزي په وینا، ده طالبانو ته ویلي: “تر هغه به زما له خولې ستاسو په اړه مثبت څه راونه وځي، څو نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې نه شي. کله چې نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې، زه به ستاسو په اړه د مثبت څه ویلو لپاره دلیل ولرم. نن نه.”
حامد کرزي فایننشل ټایمز ته وویل چې طالبان د هغه پر څرګندونو ډېر غوسه کېږي او له همدې امله یې پر تګ راتګ او له ځینو کسانو سره پر لیدنو محدودیتونه لګولي دي.
کرزي زیاته کړه: “زه را ایسار یم، خو په ټوله کې زموږ اړیکه ډېره له درناوي ډکه ده. هغوی زما پر څرګندونو ډېر، ډېر غوسه کېږي.”
کرزي زیاته کړې چې طالبان کله ناکله ورته زنګ وهي، کور ته ورځي او شکایت کوي چې ولې یې د دوی په اړه مثبت څه نه دي ویلي.
هغه د نجونو پر زدهکړو بندیز د افغانستان لپاره یوه ستره مسله وبلله او ویې ویل چې د هېواد د راتلونکي لپاره د ښځو زدهکړه بنسټیز اهمیت لري.
حامد کرزي وویل: “د دې هېواد لپاره د لوستو ښځو شته والی بنسټیز دی. موږ هغوی ته په هر ځای کې اړتیا لرو، په سوداګرۍ، ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه، د اقتصادپوهانو، ډاکټرانو، انجینرانو، قاضیانو او خبریالانو په توګه.”
نوموړي ټینګار کړی: “که غواړو افغانستان یوه فعاله او ژوندۍ ټولنه وي، باید افغان نجونې ښوونځي ته ولاړې شي او ښځې کار ته ستنې شي.”
د پخواني ولسمشر په وینا، د طالبانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې دی یې پېژني او خبرې یې ورسره کړې دي او هغوی هم د نجونو د زدهکړو او بېرته کار ته د ښځو د ستنېدو له اصل سره موافق دي.
د هغه په خبره ویلي: “په طالبانو کې ډېر داسې کسان شته چې زه یې پېژنم، خبرې مې ورسره کړې دي، زموږ کور ته راغلي او په همدې خونه کې مو ناستې او خبرې کړې دي او موږ په بشپړه توګه ښوونځي ته د نجونو د تګ او کار ته د ښځو له ستنېدو سره موافق یو.”
کرزي دا هم ویلي چې د خپلو درېیو لوڼو له ډلې دوه هغه یې د طالبانو د حکم له امله له لېسې محرومې دي.