په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر او د افغانستان لپاره د پاکستان اوسنی ځانګړی استازی محمد صادق وايي، په افغانستان کې شاوخوا د ۲۰ هېوادونو ترهګر مېشت دي چې نه یوازې د سیمې هېوادونو، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم ګواښ پېښوي.
هغه دغه څرګندونې د استرالیا د ترهګرۍ ضد برخې له سفیرې، مېرمن ګېما هاګینز سره د لیدنې پر مهال کړي.
صادق په دې غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او په دغه هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کړې دي.
محمد صادق د غويي ۲۲مه په خپله اېکسپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو اړوند د ترهګرو ډلو د موجودویت په اړه خبرې کړي چې به خبره یې دغه ډلې نه یوازې د سیمې هېوادونو، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم ګواښ پېښوي.
نوموړي د استرالیا له حکومت څخه د هغې وروستۍ پرېکړې له امله هم مننه کړې چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی دی.
په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د اوسني لومړي وزیر سیاسي سلاکار، رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا یا مشرانو جرګه کې ویلي، له ۷ تر ۸زرو بېلارې شوي کسان په افغانستان کې له ترهګریزې روزنې ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي چې دغه چاره د هند او اسراییل په ملاتړ کېږي.
ثناالله وویل: “لومړي وزیر شهباز شریف روښانه کړې چې افغانستان باید د پاکستان او ترهګرۍ تر منځ یو انتخاب کړي.”
نوموړی وايي، پاکستان به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو او پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي څو دا وبا له منځه ولاړه شي.
پاکستان پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته دا تور لګوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارو کېږي، خو طالبان د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
اخوا طالبانو په ځلونو سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت او حضور رد کړی او دا یې ویلي چې د افغانستان خاوره به هېڅکه د نورو هېوادونو پر وړاندې ونهکارول شي او همداراز یې دعا کړې چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري او له پاکستان څخه یې غوښتي چې پر وړاندې یې اقدام وکړي.