د تېر جمهوري نظام پرمهال لوړپوړی جنرال، سمېع سادات د لوی اختر په مناسبت په یو پیغام کې پر افغانانو غږ کړی چې د طالبانو په خلاف په ټول هېواد کې قیام وکړي او پر افغانستان دا حاکم رژیم نسکور کړي.
سادات زیاته کړې چې له خپلو ملګرو سره په هڅه کې دی څو امکانات راټول او افغانستان له طالبانو ازاد کړي.
جنرال همدا راز ویلي، سږنی لوی اختر هم داسې مهال پر افغانانو راځي چې له خلک د لوږې، فقر، بېکارۍ او د طالبانو له لوري له سختو ظلمونو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې ونهتوانېدل، څو د افغانستان دننه یو سیاسي او امنیتي نظم رامنځته کړي.
سمېع سادات وویل: “اوس دا ډېره واضح ده چې طالبان نه د افغانستان د حکومتدارۍ ظرفیت لري او نه هم له افغانانو سره مینه لري.”
جنرال ادعا لري چې طالبانو د افغانستان کانونه شرکتونو او بهرنیانو ته په قراردادونو ته ورکړي او ترې ترلاسه کېدونکي عواید د طالبانو د نظام پر قوي کېدو لګول کېږي.
د جنرال په وینا، که همدغه پیسې پر افغانانو په عادلانه توګه وویشل شي، نو په یو کال کې به افغانستان څخه فقر ورک شي.
نوموړی وایي، طالبان د همدې کانونو پر پیسو شخصي پانګونې کوي، بانکي اکاونټونو ته یې اچوي، کورونه او موټرونه پرې اخلي او په وینا یې د افغانستان د کانونو پیسې په کور دننه د ملا هبت الله له لوري په یو شمېر نړیوالو ترهګرو هم لګول کېږي، څو هغوی قوي شي.