سید سلیمان اشنا: په افغانستان کې واکمن طالبان افغانان نه، پښتانه دي

1 Min Read

له افغانستان څخه بهر افغان خبریال، سید سلیمان اشنا پر خپله ایکس‌پاڼه ویلي، طالبان افغانان نه، بلکې پښتانه دي.

هغه وايي، د اساسي قانون د څلورمې مادې د څلورم بند پر اساس، د افغانستان د هر قوم وګړي ته د یو ټولنیز-سیاسي قرارداد له مخې د افغان اطلاق کېږي.

خو ښاغلی اشنا زیاتوي، د ٢٠٢١م اګسټ ١۵مې وروسته د افغانستان اساسي قانون لغوه شوی، ملي هویت ورسره له منځه وړل شوی او یوازی یو قوم واکمن دی.

د هغه په  خبره، تر هغې چې د افغانستان ملي معنوي مادي ګټې او ارزښتونه په یو معتبره اساسي قانون کې توضیح او توشېح نه‌شي، د افغانستان هېڅ وګړی د افغان په نوم قانوني سیاسي هویت نه‌لري؛ یوازی اقوام بلل کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply