ملګري ملتونه: هر کال ۶۰۰ افغان میندې د زېږون پر مهال مري

2 Min Read
In this photograph taken on December 8, 2023, Afghan women sit beside their newborns at the Doctors Without Borders (MSF)-run maternity hospital in Khost. - The average woman has six children in Afghanistan, but multiple pregnancies, repeated caesarean sections or abortions increase the risk of death. The MSF-run facility delivers 20,000 babies a year, nearly half those born in the province, and it only takes on high-risk and complicated pregnancies, many of which haven't had any check-ups. (Photo by Kobra Akbari / AFP) / TO GO WITH AFGHANISTAN-WOMEN-HEALTH-POVERTY, FOCUS BY AYSHA SAFI AND PASCALE TROUILLAUD - To go with Afghanistan-women-health-poverty, FOCUS by Aysha Safi and Pascale Trouillaud

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان  کې هر کال د هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو پر مهال شاوخوا ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو اړوند د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان استازې، اولګا چیریفکو ویلي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

چیریفکو ویلي، ښځې او نجونې په افغانستان کې د روان بشري بحران تر ټولو ډېر اغېزمنې شوې دي او له ګڼو روغتیايي او بشري ستونزو سره مخ دي.

اولګا چیریفکو ټینګار کړی چې ښځې د ژوند ژغورونکو خدمتونو، په ځانګړي ډول د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لري، خو د ښځو پر کار او ټولنیز حضور محدودیتونه ښايي بشري مرستې او روغتیايي خدمات لا کمزوري کړي.

نوموړې وايي، په بدخشان ولایت کې هغه روغتون چې د سیمې یوازېنۍ د نویو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګه لري، بشري او روغتیايي کارکوونکي په ځانګړي ډول ښځینه کارکوونکې هڅه کوي د امکان تر حده د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند وژغوري.

اولګا چیریفکو زیاته کړې چې د دغو روغتیايي خدمتونو دوام حیاتي ارزښت لري او باید د پایدار ملاتړ له لارې خوندي وساتل شي، څو د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې چارې دوام ومومي.

د اوچا استازې په وینا، په افغانستان کې هیله د هغو روغتیايي کارکوونکو په هڅو کې نغښتې ده چې هره ورځ د میندو او ماشومانو د ژغورلو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply