جنرال سادات: د القاعده مشر او مرستیال یې دواړه په کندهار کې اوسېږي

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړی جنرال، سمیع سادات وايي، د هند جزیرې لپاره د القاعده یو مهم مشر، اسامه محمود چې په ابوذر مشهوره دی، په کندهار ولایت کې اوسېږي.

د ده په وینا، محمود د پېښور اصلي اوسېدونکی دی او له ده سره یې مرستیال، عاطف هم ګډ اوسېږي.

د جنرال سادات په خبره، محمود کله ناکله ایران ته هم تګ راتګ لري، خو اصلي ځایونه او روزنیز مرکزونه یې په غزني، هلمند، کندهار، فراه او نورو ولایتونو کې دي.

هغه ډېروي، د ټي‌تي‌پي ډېری مشران، روزنځایونه، وسلې، لارښوونې او استخباراتي مسوولان یې هم ټول په افغانستان کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې د امریکا له وتلو وروسته القاعده شبکې یوځل بیا په پټه توګه په افغانستان کې خپل مرکزونه او روزنیز کمپونه فعال کړي دي.

د دې شورا د راپور له مخې، طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ساتلي او دې ډلې په افغانستان کې لږ تر لږه ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

امنیت شورا همدارنګه افشا کړې چې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې د القاعده شبکې مرکزونه، او په پنجشېر کې یې د وسلو یو زېرمتون جوړ شوی دی.

د اسامه بن‌لادن او د دې شبکې د نورو مشرانو له وژل کېدو سره، القاعده کمزورې شوه، خو له منځه ولاړه نه شوه، او دا شبکه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بیا راژوندي کېدو هڅې کوي.

پنځلس کاله وړاندې د ۲۰۱۱م کال د مې په لومړۍ د امریکا د هغه وخت ولسمشر، بارک اوباما اعلان وکړ چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو د القاعده مشر او د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو اصلي طراح، اسامه بن‌لادن د پاکستان د ابټ آباد په ښار کې په ناڅاپي عملیاتو کې وواژه.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply