د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپل کتاب کې لیکلي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال، د هغه وروستی ټیلیفوني تماس د حقاني شبکې له یوه لوړپوړي غړي خلیلالرحمن حقاني سره و.
محب ویلي چې حقاني له پاکستانه، د پېښور له ښار څخه، ورته زنګ وهلی و.
د محب د لیکنې له مخې، د پخواني حکومت په وروستیو ساعتونو کې، هغه مهال چې طالب ځواکونه پلازمېنې ته نږدې کېدل، نوموړي له خلیلالرحمن حقاني سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.
محب ټینګار کوي چې دا اړیکه له پېښوره نیول شوې وه؛ هغه موضوع چې د ده په اند، په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د حضور او فعالیتونو په اړه لا ډېرې پوښتنې راپورته کوي.
تر دې وړاندې د اشرف غني ورور، حشمت غني احمدزي، ویلي وو چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو مخکې حمدالله محب له خلیلالرحمن حقاني سره شپږ ځله خبرې کړې وې.
د افغانستان پخواني کورنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې حمدالله محب د کابل له سقوط مخکې له خلیل حقاني سره پرلهپسې اړیکې لرلې دي.
خلیلالرحمن حقاني د حقاني شبکې له لوړپوړو مشرانو او د طالبانو د کډوالو چارو وزیر و، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
محب د پاکستان په اړه د خپل کتاب په یوه برخه کې، له ۱۴۳مې تر ۱۴۵مې پاڼې پورې، په څرګنده لیکي چې طالبانو د پاکستان له ملاتړ پرته نه شوای کولای هغه جمهوري نظام نسکور کړي چې نړیوالې ټولنې یې ملاتړ کاوه.
نوموړی استدلال کوي چې د طالبانو مشران کلونه په پاکستان کې اوسېدل، تګ راتګ او فعالیتونه یې کول او په هغه هېواد کې یې له مالي، درملیزو او لوجیستیکي شبکو ګټه اخیسته.
محب د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور وژل کېدو ته اشاره کړې، چې په بلوچستان کې د پاکستاني پاسپورټ په لرلو سره ووژل شو.
نوموړي لیکلي چې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي ډېرو غړو هم تر اوږدې مودې پورې د پاکستاني اسنادو په وسیله سفرونه کول.
محب د خپل کتاب له ۱۴۷مې تر ۱۵۰مې پاڼې پورې له پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره د خپلو څو لیدنو جزئیات بیان کړي دي.
د هغه د روایت له مخې، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په ورپسې غونډو کې هم ورته بڼه لیدل کېده؛ کابل به په پاکستان کې د طالبانو د پناهځایونو، روزنیزو مرکزونو، مالي تمویل شبکو او د طالب جنګیالیو د درملنې موضوع راپورته کوله، خو پاکستاني لوري به دغه تورونه ردول.
محب لیکلي چې په یوه غونډه کې، چې د بریتانیا په منځګړیتوب جوړه شوې وه، جنرال باجوه د لومړي ځل لپاره په کابل کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو پر اړتیا خبرې وکړې. د محب په وینا، کله چې نوموړي د پاکستان د پوځ له مشر څخه وپوښتل چې څه شي بدلون کړی دی، هغه ځواب ورکړ: “امریکایان د وتلو په حال کې دي.”
محب دغه ځواب افشاکوونکی اعتراف بللی او لیکلي یې دي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه د واشنګټن له پرېکړې وروسته، د پاکستان ستراتیژیکو محاسبو هم بدلون وموند.
هغه همدارنګه ادعا کړې چې اسلاماباد په ظاهره د ډیپلوماسۍ له بهیر څخه ملاتړ کاوه، خو په عمل کې یې د طالبانو د پیاوړتیا لپاره کار کاوه، څو واک ترلاسه کړي.
د محب د روایت له مخې، اشرف غني د خپل حکومت په وروستیو کلونو کې د پاکستان د قانع کولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې وې. هغه څو ځله د دغه هېواد له سیاسي او پوځي چارواکو سره ولیدل او ان یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د چین او بریتانیا مرسته هم وغوښته.
خو محب لیکي چې دغو هڅو کومه پایله ورنه کړه. د هغه په وینا، پاکستاني چارواکو په رسمي غونډو کې د همکارۍ او ورورولۍ خبرې کولې، خو د اسلاماباد په عملي سیاست کې بدلون نه و راغلی.
نوموړي د خپل کتاب په بېلابېلو برخو کې څو ځله ټینګار کړی چې پاکستان افغانستان د یوه شریک په توګه نه، بلکې له هند سره د خپلې ستراتیژیکې سیالۍ د یوې برخې په توګه لیده او طالبان یې د خپلو امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره یوه مناسبه وسیله ګڼل.