امریکایۍ مجلې، ډیپلومات ویلي چې د طالبانو مشران له ایډیالوژیک پلوه نه دي بدل شوي.
ډیپلومات د پنجشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي، داسې ښکاري چې په کابل کې وخت په ټپه درېدلی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر سیمهییزو رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه زیات شوي، خبریالان، فعالان، د پوهنتون استادان او نور منتقدان له ځپنې، شکنجې او خپلسرو نیونو سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، د طالبانو تر واک لاندې که یوه ښځه د خپلو والدینو کور ته ولاړه شي او بېرته خپل مېړه ته ورنه شي، ښايي مجرمه وګڼل شي. په دې کې هغه ښځې هم شاملې دي چې په کورني تاوتریخوالي کې ژوندي پاتې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، که څه هم ښايي جګړه پای ته رسېدلې وي، خو افغانستان د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د بیارغونې له سختو ستونزو سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د انسانانو د قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه راپور کې هم د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو مواردو ته اشاره شوې ده.
دغه وزارت ویلي، د طالبانو په لیکو کې بچه بازي اوس هم دوام لري.