د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د طب په برخه کې پر زده کړو بوختو محصلانو ته ویلي چې پاکستان پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان طبي شورا په یوه رسمي مکتوب کې ویلي، تر بلې خبرتیا پورې افغانانو ته په پوهنتونونو کې د شاملېدو اجازه نهشته.
دې شورا له اړوندو ادارو غوښتي څو د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو لپاره اړین اداري اقدامات، د اړتیا وړ جوازونو صادرول او د هغوی د ستنېدو بهیر په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
له یادې شوې پرېکړې وروسته د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون هم تر بېړني سرلیک لاندې په یوه لیک کې چې نېټه یې د وږي ۱۶مه ښودل شوې، په پنجاب ایالت کې له ۶۴ طبي زدهکړو موسسو غوښتي چې د افغان محصلانو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړه عملي کړي.
د نوموړو لارښوونو له مخې، په پنجاب کې ښوونیزې موسسې باید له ثبت شویو افغان محصلانو سره د یادې پرېکړې له مخې چلند وکړي او تر بلې خبرتیا پورې افغانانو ته د شاملېدو، انتقال یا نورو اسانتیاوو له برابرولو ډډه وکړي.
د پاکستان طبي شورا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانستان د لوړو زدهکړو له موسسو څخه صادر شوي د طب اسناد نه مني.
یادې شورا وړاندې هغه پاکستاني محصلانو ته چې په افغانستان کې زدهکړې کوي ویلي وو چې دوی به په پاکستان کې د طبي جواز ترلاسه کولو حق ونه لري.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې تر دې وړاندې د دغه محصلانو د استازو په حواله راپور ورکړی و چې تر زرو ډېر پاکستاني محصلان د افغانستان په طبي پوهنځیو کې زدهکړې کوي. پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر هم چټک کړی دی.