مقاومت جبهه: په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال مو وواژه

2 Min Read

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بدخشان ولایت فیض اباد ښار د ننني سهارني برید مسولیت ومانه او ویلي یې دي چې د بدخشان د استخباراتو مرستیال او د هغه دوه ساتونکي یې وژلي دي.

دغې جبهې پر خپل ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، دا عملیات یې نن سهار شاوخوا ۹:۴۰ بجې د فیض اباد ښار د شپږمې امنیتي حوزې شاوخوا ترسره کړي او په وینا یې برید خپلې اصلي موخې ته رسېدلی دی.

مقاومت جبهې ویلي، په پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټینګار بې کړی چې د طالبانو پر وړاندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

بل پلو، د بدخشان لپاره د طالبانو والي وایي، د افغانستان خلک اوس ازاد دي او هېڅوک دې د ازادۍ په نوم بیا جګړې ته نه هڅوي.

مولوي رحمت‌الله نجیب ویلي، هغه ازادي چې د ده په وینا افغانانو غوښتله، ترلاسه شوې او باید له تېرو تجربو څخه درس واخیستل شي.

نجیب ادعا وکړه: “بدخشان امن دی او خلک کولی شي په ډاډه زړه په دغه ولایت کې ژوند وکړي.”

هغه خبرداری ورکړ، که هر څوک د طالبانو د حکومت پر وړاندې اقدام وکړي، په نطفه کې به خنثی شي.

ياد والي دغه راز ادعا کړې چې د هېواد هېڅ سیمه د طالبانو له کنټروله بهر نه ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply