په داسې حال کې چې ګڼې وسلهوالې جبهې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي، خو د طالبانو د سرې میاشتې مشر او په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی، شهابالدین دلاور د خپل رژیم د مخکښو مخالفانو شمېر تر ۲۵ تنو بولي او وايي چې دوی له خپلو مخالفانو سره د مذاکراتو اړتیا نه ویني.
شهاب الدین دلاور وویل: “دوی هېڅ نهشي کولای، چې دا ۲۰ کاله یې زموږ د مجاهدینو په مقابل کې څه ونهکړای شول، بیا یې هم نهشي کولای. سهي ده شهیدان به وشي، افغانستان به څه ناڅه خراب شي، خو دوی به هېڅکله دا ارمان ته ونهرسیږي چې هغسې خودسري شروع کړي او هغسې ملوک الطوایفي شروع کړي.”
دلاور دغه راز له خپلو مخالفانو سره مذاکراتو ته غاړه اېښودل، هغوی ته د حیثیت او رسمیت ورکولو معادل وګڼل؛ هغه څه چې په خبره یې، دوی یې نهشي کولای.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره وښود او خپل مخالفان يې پرې وګواښل.
دغه طالب چارواکي زیاتوي، ملا هبتالله ورته له ځینو کسانو سره هېواد ته د ستنېدو لپاره د ټیلېفوني اړیکو او خبرو سپارښتنه کړې وه، خو دوی چا ته د ستنېدو د بلنې ډېره اړتیا نهویني.
دلاور وویل، د اشرف غني په ګډون ټول بهر مېشتي افغانان له کومې بلنې پرته هېواد ته راستنېدای شي او دوی د خوندیتوب ډاډ ورکوي.
د طالبانو مخالفو لوریو تر دې دمه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نهدی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی چې مذاکراتو او یوې سیاسي ملي حل لارې ته د طالبانو د نه چمتووالي په صورت کې به د هر ډول پېښېدونکو ناوړه پایلو مسوولیت د طالبانو پر غاړه وي.