ملاله یوسفزۍ: بروکسل ته د طالبانو بلل ګواښونکی پیغام لېږدوي

2 Min Read

د پښتونخوا مدني فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه او ورسره د کډوالۍ د هوکړې په اړه خبرې یو ګواښونکی پیغام لېږدوي؛ داسې پیغام چې یو رژیم کولای شي افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول وځپي، خو بیا هم د یوه ډیپلوماټیک شریک په توګه منل کېږي.

یوسفزۍ په ایکس‌پاڼه ویلي، همدغه رژیم تېره اوونۍ په هرات کې لږ تر لږه دېرش ښځې او نجونې د هغوی د جامو د ډول له امله ونیولې او په وینا یې، طالبانو وروسته پر هغو خلکو هم ډزې وکړې چې د دغو نیونو پر ضد یې اعتراض کاوه چې له امله یې یو ماشوم ووژل شو او یو شمېر نور کسان ټپیان شول.

ملالې یوسفزۍ ټینګار کړی چې د طالبانو د جنسیتي اپارتاید نظام ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف کړې او په خبره یې، طالبانو نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار کولو منع کړې، د هغوی د تګ راتګ ازادي یې په جدي ډول محدوده کړې او ګڼې ښځې یې جبري ودونو ته اړ ایستلې دي.

هغې زیاته کړې، اروپا باید له داسې رژیم سره د هوکړو پر امکان غور ونه کړي چې د نړۍ د بشري حقونو له تر ټولو جدي او ناوړه کړکېچونو څخه د یوه مسوول بلل کېږي.

نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت جدي ونیسي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو پر مهال د بشري حقونو موضوع له پامه ونه غورځوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply