د تېر جمهوري نظام راهیسې په جنیوا کې د افغانستان استازي، نصیر احمد اندېشه وايي، اوسمهال افغانستان ته د کډوالو د خوندي او داوطلبانه بېرته ستنېدو لپاره مناسب شرایط نه شته.
اندېشه وویل چې د افغانستان وګړي د هغو کډوالو له سترو ډلو څخه دي چې د لېږد او بیا مېشتېدو اړتیا لري، خو د هغوی لپاره د قانوني کډوالۍ لارې او د هېواد پرېښودو حق ورځ تر بلې محدودېږي.
په هغه اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د چارو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د بحث پر مهال ولوستل شوه، اندېشه خبرداری ورکړ چې ځینې اروپايي هېوادونه د طالبانو له رژیم سره د جبري ایستلو لپاره د شکمنو معاملو او راکړې ورکړې په ترسره کولو سره د افغان کډوالو د ځنځیري اخراج خطر زیاتوي.
نوموړي په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو لپاره د بېرته ستنېدو د خورا ناوړه پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وویل: “موږ له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کوو چې دا درک او ومني چې دا مهال په افغانستان کې د خوندي او داوطلبانه بېرته ستنېدو لپاره اړین شرایط شتون نه لري.”
اندېشه زیاته کړه چې د بیا مېشتېدو هغه پروګرامونه چې پخوا یې له زیانمنو قشرونو ملاتړ کاوه، اوس ځنډول شوي یا درول شوي دي، او زرګونه کسان یې په درېیمو هېوادونو کې، چې ډېری وخت د توقیف په څېر شرایط لري، سرګردانه پرېښي دي.
نصیراحمد اندېشه ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کډوالو جبري بېرته ستنول، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او هغو کسانو لپاره چې له دې رژیم سره یې مخالفت درلود، د سیستماتیک ځورونې او تعقیب خطر له ځان سره لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اروپا ټولنې استازو د سېشنبې په ورځ په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره لیدنه وکړه.
د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د اروپا پارلمان غړې، هانا نیومن بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر د افغان کډوالو په اړه د خبرو لپاره بېمعنا نمایش بللی دی.
هغې ویلي چې طالبان د تخنیکي مذاکراتو په لټه کې نه دي، بلکې د مشروعیت ترلاسه کول غواړي او په همدې کچه تعامل ته به دوام ورکړي.