شهاب‌الدین دلاور: پښتانه په مجلس کې د ښځو یادونه نه‌کوي، دوحې تړون کې هم نه‌ده یاده شوې

2 Min Read

د وسله والو طالبانو د سرې میاشتې مشر، شهاب‌الدین دلاور ادعا کوي چې پښتانه په مجلسونو کې د ښځو یادونه نه‌کوي او له همدې امله دوی په دوحې تړون کې یوځل هم د ښځو یادونه نه‌ده کړې.

دلاور ادعا کوي چې د ښځو په اړه د دوی دا توند دریځ له افغاني او پښتني روایتونو سرچینه اخلي.

هغه له یوې رسنۍ سره مرکه کې وویل: “د دوحې تړون کې د ښځې ټکی له اول تر اخره په‌کې نه‌شته، د ښځو مسئله کې پښتانه او افغانان دومره سخت دي چې د ښځې نوم په مجلس کې نه‌اخلي، موږ به له امریکایانو سره څنګه دا خبرې کولې؟”

دلاور له کوم څرګند دلیل پرته، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو د خپل مشر، ملاهبت‌الله د فرمان ننګه وکړه.

هغه وویل چې د هماغه فرمان پر بنسټ به دغه زده کړې تر امرثاني پورې منع وي.

خو پخپله دلاور د دوحې تړون د لاسلیک په درشل کې ویلي وو چې ښځې د دوکتورا تر کچې د زده‌کړو او همدا شان د کار حق لري چې طالبان به ورته ژمن وي.

دلاور له دې مخکې هم څو ځلې د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو د لرې کېدو هیله‌مندي ښودلې وه.

ورته مهال د وسله والو طالبانو منتقدان بیا دغه ډله د افغاني او پښتني دودونو په بدنامولو تورنوي.

دوی وایي، افغانانو او پښتنو د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو لسګونه کاله پخوا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کوونکې نجونې او په دولتي ادارو کې لوړپوړې چارواکې لرلې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply