دوستم په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د بیا پیلېدو خبرداری ورکړ

د وسله‌والو طالبانو سرسخته مخالف او د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر، عبدالرشید دوستم د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان پر روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که طالبان خپل سیاستونه بدل نه‌کړي، نو هېواد به یوځل بیا د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځي.

دوستم له طالبانو غوښتي چې د بحران د مخنیوي لپاره له خپلو مخالفینو او سیاسي اپوزیسیون سره سمدستي خبرې اترې پیل کړي.

هغه وویل چې دی په خپله بیا په واک کې د شریکېدو غوښتونکی نه‌دی، خو د هېواد د یوه زړه سوانده مشر په توګه د خلکو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی او ده پر طالبانو نیوکه وکړه چې په بدخشان او تخار ولایتونو کې یې د معترضانو د ځپلو لپاره لښکرکشي کړې او ټینګار یې وکړ چې دا ډول کړنې د دوی په خپلو لیکو کې هم د بې‌باورۍ فضا رامنځته کوي.

عبدالرشید دوستم زیاته کړې چې افغانستان دا مهال له ژور سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بحران او نړیوالې انزوا سره مخ دی چې له امله یې د خلکو ژوند لا پسې سخت شوی دی.

د نوموړي په وینا، که د طالبانو غیرقانوني واکمني او پر خلکو فشارونه همداسې دوام ومومي، نو افغانستان به یوځل بیا د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو پر ډګر بدل شي او د ترهګرۍ د خپرېدو خطر به زیات شي.

د هغه په خبره، د ملي مقاومت عالي شورا د ټولو لویو سیاسي ګوندونو او فکري بهیرونو په ګډون د خلکو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، څو طالبان د ملت ارادې ته تسلیم شي.

عبدالرشید دوستم له طالبانو وغوښتل چې خپل مخالفین کم ونه‌ګڼي او له شته فرصتونو څخه په استفادې سره مذاکرې ته کېني او پر خلکو یې غږ وکړ چې د ورورولۍ او عدالت لپاره سره یو موټی شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply