ملا یعقوب: پاکستان به نور پر افغانستان د برید جرئت ونه کړي

3 Min Read

د وسله والو طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب محاهد له روسیې څخه له راستنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، نور به پاکستان هېڅکله د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.

هغه وویل، د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي همکاریو د تړون عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

مجاهد د غبرګولي نهمه د کابل په هوايي ډګر کې مسکو ته خپل سفر خورا بریالی وباله او له روسیې سره یې د “پوځي او تخنیکي” همکاریو د هوکړه‌لیک جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

هغه ټینګار وکړ چې دا تړون د دفاعي-امنیت تړون نه دی او باید د هېوادونو لپاره د اندېښنې لامل نه وي.

نوموړي وویل چې دا تړون یوازې د روسیې جوړو شویو وسلو د بیارغونې او ساتنې لپاره دی.

مجاهد زیاته کړه: “تاسو ګورئ چې په افغانستان کې ډیری روسي وسلې شتون لري په شمول د چورلکو او الوتکو چې ترمیم ته اړتیا لري. موږ اړ یو چې له هغو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړو چې دا وسلې یې جوړې کړې ترڅو موږ وکولی شو دا تجهیزات په سمه توګه وکاروو.”

مجاهد د خپلې وینا په یوه بله برخه کې هڅه وکړه چې د تړون په اړه نړیوال حساسیتونه کم کړي او ده روښانه کړه چې دا سند هیڅ هېواد ته ګواښ یا خطر نه رامینځته کوي، بلکې د سیمه ییز امنیت ډاډمن کولو کې مرسته کوي.

ملا یعقوب ان د واشنګټن سره د همکارۍ امکان هم یاد کړ او زیاته یې کړه: “موږ کولی شو له امریکا سره هم داسې تړونونه ولرو؛ ځکه دلته د هغوی هم ډېري وسسلې پاتې شوې دي.”

مجاهد ټینګار وکړ چې افغانستان د هوایي دفاع سیستم ته اړتیا لري او طالبان به په راتلونکي کې دا و ارزوي چې یاد سیستم له کومو هېوادونو څخه وارد کړي.

د طالبانو د دفاع وزیر په څرګنده توګه د کابل د وروستیو اقداماتو په اړه د اسلام اباد غوسې او اندېښنې ته اشاره وکړه ویې ویل چې دا تړون د پاکستان لپاره د اندېښنې سرچینه ګرځېدلې ده.

هغه ​​خبرداری ورکړ: “موږ به په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړو چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره باندې د برید جرئت ونه کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د پوځ راکټي او هوایي بریدونو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې کړې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply