د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان حق ویلي چې دا مهال د غړو هېوادونو ترمنځ د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ ډول هڅې نه لیدل کېږي.
هغه وویل چې د رسمیت پېژندنې پرېکړې د دولتونو له لوري کېږي.
فرحان حق د سېشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ: “د رسمیت پېژندنې پرېکړې دولتونه کوي، نه موږ. دا دولتونه دي چې پرېکړه کوي د یوه هېواد کومه اداره یا حکومت د هغه هېواد د رسمي حکومت په توګه وپېژني.”
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند زیاته کړه چې تر اوسه د طالبانو په اړه داسې څه نه دي شوي، او تر هغه ځایه چې دی خبر دی، د غړو هېوادونو ترمنځ هم د دې بهیر د پیل لپاره هېڅ ډول اقدام نه تر سترګو کېږي.
له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان واک ترلاسه کړی، له روسیې پرته هېڅ بل هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
ملګري ملتونه هم طالبانو ته د بالفعل چارواکو اشاره کوي.
غړو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څو ځله ټینګار کړی چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د یوه ټولشموله حکومت له جوړېدو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو له درناوي، او له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې پورې تړلې ده.