حامد کرزي: د افغان ښځو عزت او دروناوی باید پرځای وي

6 Min Read

د افغانستان پخوانیو یوشمېر سیاستوالو، نړیوالو سیاسي څېرو، هېوادونو، مدني ټولنو او بشري حقونو فعالانو په هرات کې د طالبانو لخوا د ښځو نیول او د لاریونونو ځپل غندلي او له بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د ښځو له حقونو د سرغړونې او د لاریونونو ځپلو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او پر وړاندې یې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات کې د اعتراضونو پر مهال په رامنځته شوي تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او وايي، افغاني ټولنه ارامۍ او له خوښۍ او دوستۍ ډک ژوندانه ته اړتیا لري او د افغان ښځو عزت او دروناوی باید پرځای وي.

هغه پر اېکس د هرات اعتراضونو او د طالبانو غبرګون ته په اشاره ویلي: “ضروري ده چې د افغانستان د ټولو خلکو خصوصاً د ګران هیواد د پتمنو مېرمنو عزت او احترام په کامله توګه په ځای وي او په خپل وطن کې د باوقاره ژوند شرایط ورته برابر شي”.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو پر وروستیو کړنو سخته نیوکه کړې. هغه وایي، چې د ښځو نیول، پر لاریونوالو ډزې او د بې‌ګناه خلکو وژل د هغوی د ځواکمنۍ نښه نه، بلکې د وېرې، بې‌وسۍ او د خلکو له بیدارۍ څخه د ډار څرګندونه کوي.

فایق په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا ډول چلند ښيي طالبان د افغانستان د خلکو له غوښتنو، ارادې او ارزښتونو څخه څومره لرې دي. هغه د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې ویلي چې د خلکو صبر او زغم باید د هغوی کمزوري ونه ګڼل شي.

په تېر جمهوري نظام کې د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان اڅکزي په هرات کې پر لاریون کوونکو د طالبانو ډزې او تاوتریخجن چلند غندلي.

هغه دغه برید یو غیرانساني عمل بللی او ویلي یې دي چې د هرات اوسېدونکي یوازې د خپلو انساني او اسلامي حقونو د غوښتلو لپاره سړکونو ته راوتلي وو.

ورته مهال د جمعیت اسلامي ګوند په هرات ولایت کې د ښځو پر سوله ییز لاریون د طالبانو برید او ډزې په سختو ټکو غندلي او وايي، طالبان د کمونیستانو په څېر د وېرې په خپرولو سره د خلکو د ارادې مخه نه شي نیولی.

په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي په بدخشان او هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو اعتراضونو ته په اشارې ویلي چې دغه دواړه ولایتونه د پاچا جوړونې او پاچا بدلولو اوږده مخینه لري.

هغه ټینګار کړی چې ویل کېږي په افغانستان کې ډېری جګړې د ښځو، سرو زرو او ځمکې پر سر پیلېږي.

داوودزي ویلي چې په بدخشان او هرات کې روان بدلونونه او پېښې پټ او پېچلي اړخونه لري او ټینګار یې کړی چې دواړه سیمې ځانګړي جیوپولیټیکي ځانګړتیاوې لري او همدارنګه دواړه د ترهګرو ډلو د مېشتېدو او فعالیت ساحې بلل کېږي.

محمد عمر داوودزي ویلي: “حجاب د ښځو د عزت او کرامت د ساتنې لپاره دی، خو د عزت د ساتنې په نوم د یوې ټولنې بې‌عزته کول د ناپوهۍ او بې‌خردۍ ښکاره نښه ده.”

پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو ځورولو او نیولو ته غبرګون ښودلی او وايي، هېڅ حکومت په زور او ځپونکو اقداماتو دوام نه کوي.

هغه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو لخوا په هرات کې د ښځو ځورول او نیول د بخښنې او زغم وړ نه دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، لرغونی هرات نن د هغو ناپوهانو تر پښو لاندې دی چې ګومان کوي دین او خلک یې یرغمل کړي دي. نوموړې پر طالبانو غږ کړی چې ستاسې د ظلم زمان به تېر شي او وحشت به مو بې ځوابه پاتې نه شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویلي، د هرات له ښځو او نارینه‌وو سره همغږي او د روانو پېښو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېدل یوه ملي او وطنپاله دنده ده.

سپنتا وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت هېواد د وېرې، ظلم، لوږې او مطلق وروسته‌پاتېوالي پر لور بیولی او زیاتوي، په هرات کې وروستۍ پېښې د هغه څه یوه بېلګه ده چې ده ورته وحشت او بربریت ویلي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې ځانګړې راپور ورکوونکې ریم السالم د هرات په ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او د لاریونوالو د ځپلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د پیغام په بیا خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د زیاتېدو له امله ژوره اندېښنه لري.

تر دې وړاندې ریچارد بینټ هم په خپل ایکس پاڼه کې د هرات د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې د ښځو نیول سمدستي ودروي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې د ولسي پاڅون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له بدخشان څخه تر هرات پورې خلک د دغه ډلې د استبداد پر وړاندې راپورته کېدونکي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply