د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، د دوی غړو د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره قربانۍ ورکړي او افغانان باید منندوی واوسي او له دوی سره ودرېږي.
مجاهد وویل: “دغه ورځ ویاړلې ورځ بولو او د افغانستان په تاریخ کې به په زرینو کرښو باندې لیکلې پاتې کېږي. خلک باید د دوی د نظام ملاتړ وکړي او باید ورسره متعهد واوسي.”
طالبان د خپلې واکمنۍ پنځمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې دغې ډلې هېواد له سخت بشري ناورین سره مخ کړی او په نړیواله کچه یې هم منزوي کړی دی.
د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان په نړیواله کچه خپل ډیپلوماټیک حیثیت بایللی او طالبان یوازې له ډېرو کمو هېوادونو سره تعامل لري او په ټوله نړۍ کې یې یوازې روسیه په رسمیت پېژني.
له دې سره هممهاله د دغې ډلې د تګلارو له امله په هېواد کې اقتصادي وضعیت هم خورا بد حالت کې دی او د ملګرو ملتونو د معلوماتو لهمخې، د افغانستان نیمایي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی.