د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني ورور او په تېر جمهوري نظام کې پر اعدام محکوم، انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو ۲۵مې کلیزي په مناسبت ویلي، د امریکا د یرغل داستان په ډېرو دردونو، اوښکو او وینو ولیکل شو، خو خوږ وو.
انس حقاني پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: “په دې جګړو کې ډېرو افغانانو خپل ژوند بایلود. افغانان چې لا یې د شوروي د یرغل زخمونه روغ نه و، یو بل خړ سېلاب په مخه کړل. د دې داستان پای که څه هم په ډېرو دردونو، اوښکو او وینو ولیکل شو، خو خوږ وو.”
هغه زیاته کړې: ” د اکټوبر ٧مه كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم، ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل.”.
د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل.
انس حقاني د طالبانو له واکمنېدو مخکې د حقاني شبکې د رهبرۍ غړی او په ځانګړې توګه مالي مسوول وو او دغې شبکې ته یې د مالي مرستو د راټولولو لپاره تل عربي او خلیج هېوادونو ته سفرونه کړي وو.
حقاني شبکې د جمهوري نظام په تېر شل کلن مزل کې په افغانستان کې د ډېرو لویو او مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او په هغو کې زرګونه ولسي وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.
انس حقاني، چې د حقاني د کورنۍ تر ټولو ځوان غړی دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۲۴مه د جمهوري نظام د ملي امنیت ځواکونو لهخوا ونیول شو.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي وو چې حکومت باید د انس حقاني حکم چې په ثلاثه محکمو کې په اعدام محکوم شوی، عملي کړي.
خو هغه د اعدام پر ځای له نیول کېدو شاو خوا ۵ کاله وروسته د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله او ورسره نېغ په نېغه په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو.