د شانګهای سازمان: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل اړین دي

2 Min Read

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د دې سازمان د غونډې په وروستۍ ورځ، چې د قرغزستان په پلازمېنه بیشک ښار کې ترسره شوه، یوه اعلامیه خپره کړه چې په‌کې د افغانستان په ګډون د نړۍ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

دغو مشرانو په یوه اعلامیه کې وویل: “د افغانستان د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کېدو یوازېنۍ لاره ده. د سازمان غړي هېوادونه د یوه خپلواک، بې‌طرفه، سوله‌ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌یي توکو څخه پاک افغانستان د رامنځته کېدو ملاتړ کوي.“

د سیمې دغو مشرانو په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ د تأمین لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو د ملاتړ په برخه کې د خپلو هېوادونو چمتووالی څرګند کړ.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پرون پیل شوې وه او نن پای ته ورسېده.

روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، بېلاروس، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان د دې سازمان غړي هېوادونه دي.

یاد سازمان په ۲۰۰۱م کال کې د روسیې، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په نوښت جوړ شو او د غړو شمېر یې په دوامداره توګه زیاتېږي. هند او پاکستان په ۲۰۱۷م کال کې او ایران په ۲۰۲۳م کال کې له دې سازمان سره یوځای شول.

افغانستان او مغولستان په دې سازمان کې د څارونکو هېوادونو په توګه حضور لري، خو د طالبانو استازو تر اوسه د دې سازمان په غونډو کې ګډون نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په یوه مرکه کې چې نن خپره شوه، وویل چې ځینې هېوادونه هڅه کوي د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې د دې ډلې د استازو له حضور پرته ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د استازو له حضور پرته د دې سازمان پرېکړې نیمګړې دي او د سیمې په وړاندې د دې ډلې مسوولیتونه هم کمېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply