په خوست کې د طالبانو د حکومت والي، عبدالرحمن حقاني په یوه غونډه کې له خلکو غوښتنه کړې څو د خپلو سرونو په بیه د دوی له نظام څخه دفاع وکړي.
هغه وویل، د دغه اسلامي نظام، جغرافیې او فضا ساتنه پر خلکو فرض ده.
حقاني وویل: “د ټول ملت څخه مې غوښتنه ده چې د خپل اسلامي نظام دفاع وکړي، د خپل دین او جغرافیې دفاع وکړي.”
دغه څرګندونې داسې مهال دي چې خپله د طالبانو نورو چارواکو څو څو ځله اندېښنه ښودلې چې د افغانستان فضا د دوی په لاس کې نه ده او اشغال شوې ده.
څو میاشتې مخکې د دوی دفاع وزیر، ملا یعقوب هم اعتراف کړی و چې د افغانستان فضا د دوی په کنټرول کې نه ده او فضا اشغال شوې ده.
له دغو څرګندونو سره سره هاخوا پاکستان خبرداری ورکړی، که طالبان د افغانستان خاوره کې د ټيټيپي وسلهوالو د پټنځایونو د مخنیوي لپاره لاس په کار نهشي، نو یوځل بیا پر افغانستان بریدونه وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد آصف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که طالبان یې خبرو ته غوږ کېنږدي، نو کابل سره به هم د نوي ډيلي په څېر چلند وکړي.
اخوا یوشېر سرچینو ویلي، نن پنجشنبه په کابل کې یې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي دي.
د کابل اوسېدونکو ویلي، له چاودونو او د ډزو د غږونو تر اورېدو وروسته د کابل پر فضا الوتکو هم ګزمې کړې دي.
تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.