د طالبانو یو پلاوی چې کونړ ته د پاکستان د بریدونو د ارزونې په موخه سفر کړی، وایي چې د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو له امله د کونړ پر ډيورنډ کرښه پرتو ولسوالیو کې ۱۴ ښوونیز مرکزونه ویجاړ شوي دي.
د دې پلاوي د راپور پر بنسټ، په دانګام، ناړۍ، شلتن، منوره، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې ښوونځي، دیني مدرسې او نور ښوونیز مرکزونه زیانمن او په بشپړه توګه یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د طالبانو په کنټرول کې د پوهنې وزارت د زیانمنو سیمو د لیدنې پر مهال ویلي چې د انجینرۍ یوه ډله هم له پلاوي سره مل ده، څو د ویجاړو شویو ودانیو تخنیکي ارزونه ترسره او د ترمیم لپاره منظم پلان جوړ کړي.
د طالبانو راپور کې ویل شوي چې پاکستان د نښتو پر مهال تر ډېره پر عامه ځایونو، استوګنیزو سیمو، روغتونونو او ښوونیز مرکزونو ځمکني او هوايي بریدونه کړي دي.
اخوا د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړۍ کې د پاکستان له لوري د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو کلیو او ولسونو د نظامي او اقتصادي فشارونو کچه زیاته شوې ده.
هغه پر خپل فېسبوکپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، د دغو فشارونو موخه داسې برېښي چې د سیمې پتمنه خلک اړ ایستل شي څو د امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.
د هغه په خبره: “په دې وروستیو کې د همدې وضعیت په پایله کې د کرښې د دواړو غاړو د ځیني قومي مشرانو ترمنځ د امن د هوکړې په نوم اسناد لاسلیک شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دغو هوکړو رسمي تایید او هرکلی هم شوی دی.”
کرزی زیاتوي، دا پرمختګونه د پاکستان لخوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو یو ډول هڅه او د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف عمل بلل کېږي.
هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل څو په دې تړاو افغان ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.
کرزی داسې مهال د ډیورنډ کرښې په تړاو څرګندونې کوي چې شاوخوا پنځه ورځې مخکې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ په ناوا پاس سیمه کې د کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو او دیني عالمانو تر منځ غونډه شوې چې په پایله کې دواړو لوریو د اوربند اعلان کړی دی.
دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې پر یو بل به ډزې نه کوي.
دغه اوربند داسې مهال ته شوی چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ويلي وو، د پاکستان پوځ په همدې ورځ یوځل بیا د کونړ دانګام ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څېرمه د عامو خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکز او جوماتونه په نښه کړي دي.