د طالب وسلهوالو ویاند، ذبیحالله مجاهد د پاکستاني پوځ د مشر، عاصم منیر او نورو چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي.
نوموړي له پاکستان غوښتي څو په خپله خاوره کې دې د وسلهوالو عملیاتو او تحرکاتو مخنیوی وکړي.
مجاهد په خپور کړي غږیږ پیغام کې د پاکستان پوځ مشر د تېرې ورځې څرګندونې رد کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
هغه وویل: “اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي او دا د امارت د ستراتېژۍ یوه برخه ده.”
د پاکستان د پوځ مشر ویلي، ترهګري د افغانستان له خاورې څخه راپورته کېږي او طالبان باید د ترهګرۍ مرکزونه له منځه یوسي.
اخوا په افغانستان کې د پاکستان سفیر، عبیدالرحمن نظاماني له طالبانو هم غوښتي وو څو له دې خاورې راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو پر ضد عملي اقدامات وکړي.
نوموړي ویلي، د سولې لپاره د پاکستان هیله باید هېڅکله د کمزورۍ په معنا ونه ګڼل شي.
نظاماني وايي، پاکستان د ورورولۍ اړیکو ته ژمن دی، خو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خلاف د راپورته کېدونکو ګواښونو د مخنيوي اقدامات باید وشي.