د طالبانو یو غړی، حمیدخراساني د حزب اسلامي د مشر، ګلبدین حکمتیار پرضد خورا تنده ژبه کارولې، هغه یې منافق٬ جنایتکار او بې وجدانه بللی او وايي چې د عبرت لپاره دی باید په کابل ښار کې په دار ځړول شوی وای.
د طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د حمیدخراساني يوه ویډيو خپره شوې چې پر امارت نیوکه کوي چې ولې یې ده ته اجازه ورکړه څو له کابله ووځي.
هغه وویل: “د ده خبیث په راکټونو زرګونه کابلیان وژل شوي او غمجن شوي. خواشینی یم چې ده ته موقع ورکړل شوه چې وتښتي. دی باید د عامې روغتیا او یا د ده افغانانو په څلور لارې کې په دار ځړول شوی وای څو د ده په څېر نورو پردیپالو جاسوسو او جنایتکارانو ته درس او عبرت شوی وای.”
خراساني زیاتوي، حکمتیار ښکاره منافق او بې وجدانه دی.
نوموړي زیاته کړه: “د حکمتیار خبرې مې واورېدې، د ده لاس د زرګونو کابلیانو په وینو ککړ دی، دی بې وجدانه او ښکاره منافق دی. ده د جمهوریت په دوره کې کله یوه خوا نیوله او کله بله خوا، ده اوس د اسلامي امارت پرضد بې ادبه ژبه کارولې ده.”
د حزب اسلامي مشر تراوسه د خراساني یادو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
حکمتیار په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو پرضد بېلابېلې تندې څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي، طالبان مفسد، ظالم او لوټماره ډله ده چې دوه ځله د امریکا او پاکستان په مرسته واک ته رسېدلي دي.
حکمتیار دغه راز ویلي وو چې د طالبانو واکمني ژر بدلېدونکې ده او خبرداری یې ورکړ چې د جوړجاړي پرته د هر راز جګړې مسوولیت به د طالبانو پرغاړه وي.