د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان د یوه غړي هېواد ښکاره مخالفت په یاد سازمان کې د طالبانو د ګډون پر وړاندې اصلي خنډ دی.
ضمیر کابلوف د کوم ځانګړي هېواد نوم نهدی اخیستی، خو ویل کېږي چې پاکستان اوسمهال په شانګهای سازمان کې د طالبانو د حضور تر ټولو مهم مخالف هېواد بلل کېږي.
که څه هم افغانستان له ۲۰۱۲م کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان د ناظر غړي په توګه منل شوی و، خو په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ګډون او فعالیتونه په عملي ډول درېدلي دي.
وروستی ځل د افغانستان استازو په ۲۰۲۰م کال کې د دغه سازمان په غونډو کې رسمي ګډون کړی و.
ضمیر کابلوف ویلي: “د کابل چارواکي غواړي، چې په سازمان کې د بشپړ غړي په توګه حضور ولري او نور غړي هم ورسره یو ډول اړیکې او تعامل لري؛ خو دا چې په شانګهای سازمان کې پرېکړه د ټولو غړو په اجماع ترسره کېږي، نو د یوه غړي مخالفت د دغه بهیر د پیل مخه نیولې ده”.
د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره په لومړیو کې پاکستان له طالبانو سره ښې اړیکې درلودې، خو د شاوخوا دوو کالو راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې ترینګلې ښکاري.
پاکستان په افغانستان واکمن طالبان تورنوي چې د دوی وسلهوالو مخالفینو ته یې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو طالبان یې ردوي.