د طالبانو ویاند د افغان طبي محصلانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه غیرانساني او د خواشینۍ وړ بللې او له اسلاماباد څخه یې غوښتي چې په دې پرېکړه کې بیاکتنه وکړي.
ذبیحالله مجاهد خبریالانو ته وویل، له پاکستان څخه ایستل کېدونکي افغان محصلان د افغانستان تحصیلي بنسټونو کې جذبېږي.
مجاهد زیاته کړې: “د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري څو هغه افغان محصلان چې له پاکستانه وتلو ته اړ کېږي، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي.”
ورته مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لخوا د افغان محصلانو پر ایستلو خواشيني ښودلې ده.
سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي: “د پاکستان له تعلیمي ادارو او همدارنګه له نړیوالو اړوندو طبي، تعلیمي، بشري او مسلکي ادارو څخه غوښتنه کوو چې د افغان محصلانو د تحصیلي حقونو خوندیتوب ته لازمه توجه وکړي. د علم، زده کړو او بشري اړیکو په څېر مهمې برخې باید له سیاسي اختلافاتو خوندي وساتل شي.”
په همدې حال کې د پاکستان لپاره د پخواني ولسمشر ځانګړي استازي محمدعمر داودزي د پاکستان له سیاسي مشرانو، پوهنتونونو او مدني ټولنو غوښتي، چې د افغان محصلانو د ایستلو مخه دې ونیسي.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان، د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني، او ګڼو نورو افغان او پاکستاني سیاسیونو او فعالانو د پاکستان له پوهنتونونو د افغان طبي محصلانو اېستل ځورونکې پرېکړه ګڼلې او له اسلاماباد یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
ورته مهال د پاکستان د پارلمان غړی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر، محسن داوړ له پاکستان څخه د افغان محصلانو ایستل غندلي او دا پرېکړه یې شرموونکې او غیرانساني پرېکړه وبلله.
د پاکستان د پنجاب ایالت د روغتیايي علومو پوهنتون په دغه ایالت کې ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځيو ته د یوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې چې افغان محصلان دې د نافذه پالیسۍ او لارښوونو له مخې بېرته افغانستان ته ستانه کړي.