امرالله صالح: پاکستان باید د طالبانو په اړه د خپل بدل شوي دریځ په اړه وضاحت ورکړي

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو په اړه د پاکستان دریځ بدل شوی دی، خو اسلام اباد باید د دغه بدلون په اړه افغان ولس ته وضاحت ورکړي.

صالح پر خپل ایکس پاڼه لیکلي: “پاکستان په ۲۰۲۳م کال کې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو تر ټولو زړور او لوړ غږی ملاتړی و. اوس د طالبانو په اړه د پاکستان د حکومت نږدې هره خبره د هغو افغانانو له دریځونو سره ورته ده چې د طالبانو مخالف دي. په تېرو دریو کلونو کې څه بدل شوي دي.”

هغه وايي، یوازې د تحریک طالبان(ټي ټي پي) پاکستان فعالیتونه د پاکستان د دریځ د تغییر بشپړ دلیل نه شي کېدای، ځکه د صالح په وینا، دغه ډله په ۲۰۲۳م کال کې هم فعاله وه.

امرالله صالح زیاتوي٬ افغان ولس د پاکستان د دریځ د تغییر د وضاحت حق لري او اسلام اباد باید په دې تړاو افغان ولس ته وضاحت ورکړي.

پاکستان په طالبانو تور پورې کوي چې د دوی مخالفینو ته یې خوندي ځایونه ورکړي او له هغو ځایونو پاکستان په نښه کوي، خو طالبان بیا دا ادعا ردوي او ټينګار کوي چې هیچاته اجازه نه ورکوي څو افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply