خواجه آصف: پاکستان له طالبانو سره د مذاکراتو بهیر روان ساتلی

2 Min Read

د طالبانو پر حکومت د نیوکو سره سره اوس د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، اسلام‌آباد له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د خبرو اترو بهیر له بېلابېلو لارو روان ساتلی او هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د کنټرول وړ همغږۍ زمینه برابره کړي.

آصف له جیونیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې په تېرو کلونو کې له طالبانو سره څو پړاوه مذاکرات ترسره شوي او هڅه شوې چې اړیکې له ترینګلتیا څخه د تفاهم پر لور روانې شي.

نوموړي وویل، د دې خبرو موخه داسې شرایط رامنځته کول دي چې هیڅ یو لوری د بل لوري تر فشار لاندې نه وي او دواړه خواوې وکولای شي خپل سیاسي او امنیتي مسیر په خپلواکه توګه تعقیب کړي.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه، د اختلافاتو حل د خبرو له لارې که څه هم ستونزمن دی، خو تاریخي تجربې ښيي چې ډېری لویې شخړې په پای کې د مذاکراتو له لارې حل شوې دي.

آصف همداراز ادعا کړې چې هند په افغانستان کې ځانګړی رول لري او ویلي یې دي چې نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ځینې لاسته‌راوړنې هم لري.

خواجه آصف ویلي چې له طالب چارواکو سره په خبرو کې، په ځانګړي ډول د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد څخه یې دا پوښتنه هم کړې چې ولې هغه ډلې چې پاکستان یې د دښمنانو په توګه ګڼي، په افغانستان کې د دښمن په توګه نه ګڼل کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر: “که نه شئ کولای زموږ د دښمنانو دښمنان واوسئ، لږ تر لږه ورسره دوستي مه کوئ، پناه مه ورکوئ او وسلې مه ورکوئ.”

هغه دا هم ادعا کړې چې په ځینو مواردو کې افغانستان په عملي توګه د هند پر ضد د پاکستان د مخالف لوري په توګه کار کړی دی.

آصف ټینګار کړی چې د افغانستان په چارو کې مداخله د پاکستان لپاره یو امنیتي ضرورت دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply