طالبان له ټي‌ټي‌پي سره د خپلو جنګیالیو یوځای کېدل مني

2 Min Read

په امریکا کې فعاله رسنۍ، نیویارک ټایمز د وسله‌والو طالبانو د چارواکو له قوله وايي، یوشمېر افغان جنګیالي له تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي سره یوځای شوي دي.

د پاکستان پوځ تل ادعا کوي، د ټي‌ټي‌پي د بریدونو پر مهال د افغانانو ګډون مخ پر زیاتېدو او د دې ډلې ترڅنګ د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

نیویارک ټایمز ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري او سره له دې چې چین د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.

طالب چارواکو که څه هم په خصوصي ناستو کې د ځینو افغان جنګیالیو د ټي‌ټي‌پي سره یوځای کېدل منلي، خو په علني ډول وایي چې د ایډیولوژیکو اړیکو سربېره د دې ډلې پر رهبرۍ کنټرول نه لري او د ټي‌ټي‌پي پر ضد جګړه د پاکستان کورنی مشکل ګڼي.

یاده رسنۍ لیکلي، امریکا د ځان‌دفاع حق تر عنوان لاندې عملاً پاکستان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد د مسکو په یوې امنیتي غونډه کې خبرداری ورکړی چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان د ناورین په لور بوځي.

مجاهد د کوم هېواد نوم اخیستلو پرته ویلي، هغه چې ناسمه محاسبه یې کړې ده، هیڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

هغه وویل، تاریخي تجربې ثابته کړې چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې هر ډول ظالمانه او مغرورانه اقدام په پای کې د یرغلګرو په ماتې تمام شوی دی.

مجاهد دا ادعا هم وکړه چې داعش په بشپړه توګه له‌منځه تللی او نور په افغانستان کې د یادې ډلې له لوري هېڅ ګواښ نه‌شته.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply