د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ملاعبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو کډوالو ته د زر استوګنیزو نومرو د وېش مراسمو کې وویل، په تېرو درېیو کلونو کې پنځه میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي او په دې سره د هېواد نفوس ۱۱ سلنه ډېر شوی.
حنفي وایي، هره ورځ له ۴ تر ۷زرو افغانان ستنېږي او په تېرو پنځو کلونو کې له پنځو میلیونو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
د حنفي په خبره، د کډوالو د بېرته ستنېدو مدیریت او هغوی ته د ځمکو وېش د دوی په مهمو لومړیتوبونو کې دي.
د هغه په وینا، هره ورځ له ایران او پاکستانه له څلورو تر اوو زرو پورې کسان افغانستان ته ستنېږي او دوی ولایتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د کډوالو په ښارګوټو کې د څښاک اوبو، سړکونو، روغتونونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.