د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي، طالبان چمتو دي چې د یوه تړون پر اساس له پاکستان سره خپلې ستونزې حل کړي.
هغه په خپل ایکس پاڼه لیکلي، هغه پاکستاني پارلماني غړي چې د ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي، باید د افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
د خلیلزاد په وینا، دغه پارلماني غړي باید پر خپل حکومت فشار راوړي چې داسې یو تړون وکړي چې له مخې یې نه افغانستان او نه هم پاکستان اجازه ورکړي چې د دوی خاوره د هغو ډلو یا اشخاصو لخوا وکارول شي چې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي.
هغه وویل، که تړون وشي، نو افغانستان(طالبان) د جدي حللارې لپاره چمتو دی.
خیلزاد زیاته کړه: “که پورته ټکي په سمه توګه بیان شوي وي، نو داسې ښکاري چې افغانستان د یوې جدي حللارې لپاره چمتو دی. نو بیا ولې پاکستان ادعا کوي چې ډیپلوماسي بریالۍ نه ده شوې؟ د افغانستان د وړاندیزونو په اړه د اسلامآباد مشخصې اندېښنې څه دي؟ د پاکستان خلک او پارلمان حق لري چې په دې اړه معلومات ولري.”
زلمي خلیلزاد وروسته له هغې یادې څرګندونې وکړې چې تېره اونۍ د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې څو غړو د هغو لګښتونو او خطرونو په اړه خبرې وکړې چې د افغانستان سره د اختلافاتو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ پر ځای د زور کارولو له امله یې هېواد ته اوښتي دي.
پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي په څېر ډلې، چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او ویجاړۍ مسوولې دي، په افغانستان کې پناهځایونه او ملاتړ لري.
خو خلیلزاد بیا وايي، افغانستان(طالبان) بیا ادعا کوي چې پاکستان داعش خراسان او نورو هغو ډلو ته پناه او ملاتړ ورکوي چې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف د دې هېواد په پارلمان کې وویل چې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماسي ځکه ناکامه شوې چې کابل لازم تضمینونه او ژمنې نه دي ورکړي.
خو زلمی خلیلزاد بیا یاد پاکستان وزیر ننګولی او وايي، هغه نور جزییات ولې وړاندې نه کړل.
هغه وايي، هغو پارلماني غړو چې په سمه توګه د ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي، کولای شول وپوښتي چې پاکستان په دقیق ډول کوم تضمینونه او ژمنې غوښتې وې، او د افغانستان کوم ځواب ورته د منلو وړ نه و.
خلیلزاد په وینا، طالبانو ورته ویلي چې دوی پاکستان ته وړاندیز کړی چې امنیتي تضمینونه په لیکلي ډول ورکړي او له پاکستانه یې هم ورته غوښتنه کړې ده.