متحده جبهه: په شپږ عملیاتو کې مو ۱۹ طالبان ته مرګ ژوبله اړولې

3 Min Read

د افغانستان متحدې جبهې ویلي، ځواکونو یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په پنځو ولایتونو کې شپږ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې د طالبانو ۱۹ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

متحدې جبهې د تېرې جمعې په شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره همدارنګه وویل، ځواکونو یې د طالبانو دوه مرکزونه نیولي او یوشمېر وسلې او نور مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

د سرچينې پر بنسټ، د کندهار د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې د متحدې جبهې ځواکونو دوه جلا عملیات ترسره کړي چې په کې د طالبانو د پولیسو یو لوړپوړی افسر وژل شوی دی.

دغه راز، د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې په یوه بل عملیات کې د طالبانو یو غړی وژل شوی دی.

د متحدې جبهې په خبره، د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د بر نوزاد په سیمه کې یې په یوه وسله‌وال برید کې د طالبانو یو قوماندان وژلی دی.

دې جبهې همدارنګه ویلي، د غور د نوې جوړې شوې الفاروق ولسوالۍ د ګرداب په سیمه کې یې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی چې په کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي، څلور نور ټپیان شوي او یاد مرکز یې نیولی او هلته موجودې وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

يادې جبهې ویلي، ځواکونو یې د بغلان د پل‌حصار ولسوالۍ کې د طالبانو یو جنګي مورچل په نښه کړی چې په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي او دغه جنګي مورچل له وسلو او مهماتو سره د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

دې جبهې همداراز وویل چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر وړاندې په عملیاتو کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان متحدې جبهې د خپلې خبرپاڼې په پای کې ټینګار کړی، د دې جبهې عملیات به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې دوام ولري او د روانو نښتو مقابل لوری یې د طالبانو حکومت بللی دی.

په دې راپور کې یادې شوې ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو یا د طالب چارواکو له خوا نه‌دي تأیید شوي او نه هم رد شوې دي او همداراز یادې جبهې په دغو نښتو کې خپلو وسله‌والو ته د احتمالي اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو هم څه نه‌دي ویلي.

له دې سره هم‌مهاله، د امریکا یوې پوځي مجلې میلېټري د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې د‌ طالبانو پر ضد د مخالفو جبهو بریدونه د پام وړ زیات شوي‌ دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply