د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د مبارزې پرځای له طالبانو سره تعامل کوونکي لا ډېر سپک شوي او د دې اقدام لا ډېره بیه به پرې کړي.
امرالله صالح په خپل ایکس پاڼه لیکلي: “هر هغه څوک او هره ډله چې فکر یې وکړ له طالبانو سره تعامل او جوړجاړی د دې متعصبې او ظالمې ډلې پر ضد له مبارزې ارزانه او اغېزمن دی، د عزت او آبرو له پلوه لا ډېر سپک او سپکاوی یې ولید او لا ډېره بیه یې پرې کړه.”
د صالح په وینا، که څه هم دا خبره به چا ته سخته ښکاري، خو وايي، په تحلیلونو يې شک مه کوئ.
له طالبانو سره تعامل د بشري بحران د مخنیوي، امنیتي مسایلو او ډیپلوماټیکو اړیکو لپاره د نړۍ او سیمې هېوادونو یوه روانه تګلاره ده.
نړیواله ټولنه د لوږې او اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره اړینه بولي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
ورته مهال یوشمېر هېوادونه غواړي چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه وشي او د افغانستان خاوره د نورو پر ضد ونه کارول شي او له همدې امله دا هېوادونه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره له طالبانو سره سیاسي ناستې کوي.
ډېری هېوادونه هڅه کوي چې تعامل د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو (مشروعیت) په مانا نه وي، بلکې یوازې د ستونزو د حل لاره وي.
خو د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو بندیزونه د دې لامل شوي چې خلک او بنسټونه پر دې تعامل سختې نیوکې وکړي.