د پاکستان استازي د مسکو غونډه کې په افغانستان کې له هوایي بریدونو دفاع وکړه

4 Min Read

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په مسکو فارمټ غونډه کې په خپله وینا کې په افغانستان کې د پاکستان له وروستیو هوايي بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل چې د دغو بریدونو بڼه دفاعي دی.

د پاکستان دې چارواکي د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: “دغه بریدونه د افغانستان له خاورې د ترسره کېدونکو ترهګریزو  بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي.”

که څه هم یوناما د پاکستان په وروستیو بمباریو کې د لسو ملکي وګړو وژنه تایید کړې وه، خو د پاکستان ځانګړي استازي وویل چې دغه بریدونه دقیق دي او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

هغه زیاتوي، د پاکستان اقدامات په افغانستان کې مېشتې وسله‌والې ډلې په نښه کوي او موخه یې د پاکستاني وګړو ساتنه ده.

محمد صادق په خبره، پاکستان به هغه اقدامات چې د ده په وینا متناسب او د نړیوالو قوانینو سره سم دي، د وروستي انتخاب په توګه دوام ورکړي.

د پاکستان ځانګړي استازي د طالبانو اداره هم پر دې تورنه کړه چې د پاکستان پرضد له وسله‌والو ډلو سره په فعالیتونو کې همکاري کوي.

هغه ادعا وکړه چې په تېرو درېیو کلونو کې له ۴۷۰۰ ډېر پاکستاني وګړي په هغو بریدونو کې وژل شوي چې د ده په وینا سرچینه یې له افغانستانه ده.

صادق وویل: “ترهګري لا هم د افغانستان د ستونزو په محور کې ده.”

هغه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، داعش خراسان او القاعدې نومونه واخیستل او ادعا یې وکړه چې دغه ډلې او د هغوی اړوندې څانګې په افغانستان کې له کوم خنډ پرته فعالیت کوي.

صادق همدارنګه ادعا وکړه چې بهرني لوبغاړي په افغانستان کې له نیابتي ډلو څخه د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره ملاتړ کوي.

د پاکستان استازي د ښځو د حقونو، د نجونو د زده‌کړو، ټول‌شموله حکومتولۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د طالبانو پر کړنو هم نیوکه وکړه.

هغه وویل، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو دوام، د ټولشموله حکومتولۍ د رامنځته کولو لپاره د معنا لرونکو هڅو نشتوالی او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ژمنو د عملي کولو نشتوالی، د افغانستان د پرمختګ او ثبات پر وړاندې خنډونه دي.

صادق همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان له یوه مخ پر خرابېدونکي بشري ناورین سره مخ دی چې د خوړو شدید ناامني، د اوبو کمښت، اقلیمي بدلونونه او پرله‌پسې طبیعي افتونه یې له عواملو څخه دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د امنیتي مسایلو او د پولې دواړو غاړو ته د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر تاوتریخوالی او ترینګلتیا زیاته شوې ده.

اسلام‌اباد په ځلونو ویلي چې وسله‌والې ډلې د پاکستان په خاوره کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کوي؛ خو طالبان دا ادعا ردوي او وایي چې هېچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply