جنګ ورځپاڼه: پاکستان له افغانستان سره ټولې تړلې لارې بېرته پرانېزي

2 Min Read

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ټولې تړلې ټرانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، یاده پرېکړه د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې شوې ده

په دغه ګډه غونډه کې د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د عادي کولو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د جنګ د راپور له مخې، په غونډه کې همداراز د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د قانوني، اسانه او منظم تګ راتګ د اسانتیاوو پر زیاتولو خبرې شوې دي.

جنګ ورځپاڼې وویل، په غونډه کې د سرحدي لارو د بیا پرانیستو موخه د سوداګریزو فعالیتونو بیا پیاوړي کول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکو ته د عادي حالت بېرته ورګرځول باندې ټينګار شوی.

یاده دې وي چې پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي لارې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلې دي.

دغو لارو له بندېدو وروسته یوازې افغان کډوالو ته اجازه ورکړل شوې چې افغانستان ته ستانه شي.

د ډیورنډ کرښې اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمو د خلکو پر اقتصادي فعالیتونو اغېز کړی دی.

تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د ټولو ټرانزیټي لارو د بیا پرانیستو کره نېټه نه ده اعلان کړې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply